د ایکنا نیوز د راپور له مخې، نابینا قاري او حافظ او د نور قرآني کاروان غړی امیدرضا رحیمی،د چهارشنبې په ورځ،د غواي د میاشتې په ۲۴ د مدینې منورې په مختار پلازا هوټل کې د بیتالله الحرام د یو شمېر حاجیانو په مینځ کې د الرحمن سورې آیتونو تلاوت وکړ.
دغه قاري او د قرآن کریم بشپړ حافظ د محمدجواد کاشفي په مشرۍ د نور قرآني کاروان د ۲۰ غړو له ډلې څخه دی چې د تلاوت کرسیو او قرآني محفلونو د جوړولو لپاره د وحي ټاټوبي ته لېږل شوي دي.
امیدرضا رحیمی له دې مخکې په ۱۴۰۲ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتمې دورې د ټول حفظ په څانګې کې لومړی مقام ترلاسه کړی و او خپله جایزه ئې د خدای بخښلي ولسمشر شهید، آیتالله سیدابراهیم رئیسی له لاسه اخیستې وه.
https://iqna.ir/fa/news/4282865